وسلوالو طالبانو د ننګرهار استېناف محکمې یو تن کار کوونکي وژلي

comments 0

هندوکش ـ ننګرهار: راپورونه وايي، ننګرهار کې د استېناف محکمې یو کارکوونکی د وسلوالو طالبانو په غلچکي برید کې وژل شوی دی.
دغه پېښه چهارشنبې د مرغومي ۲۴ مه د جلال آباد ښار څلورمې ناحیې اړوند مالوچو کوڅې ته څېرمه رامنځ ته شوې ده.
د ننګرهار د استېناف محکمې یوې سرچینې ویلي، د دغه محکمې دوه کارکوونکي عبدالقیوم او عصمت الله دندې ته په لاره و، چې په یاده سیمه کې وسلوالو طالبانو پرې برید کړی دی.
سرچینې زیاته کړې، چې په دغه برید کې عبدالقیوم نومی وژل شوی او بل ملګری یې ټپي شوی دی.
د ننګرهار سیمه ییز روغتون چارواکو هم تایید کړې، چې دوی ته د یوه تن جسد وروړل شوی دی.
تر اوسه د برید مسوولیت چا نه دی اخیستی.
فرهاد شهراني

Comments