وسلوالو طالبانو دکندهار _ارزګان په لویه لار دملکي وګړو لویو موټرو ته اور اچولی دی

comments 0

هندوکش _ کندهار: دکندهار والي ویاند وایي،وسلوالو طالبانو تیره ورځ دکندهار _ارزګان په لویه لاره البک سیمه کې دتیلو او دپرزو دریو لویو موټرونو ته اور اچولی او موټر چلوونکی یې له ځان سره بېولي دي. دیادې لویې لارې موټر چلوونکي له وسلوالو طالبانو شکایت کوي او وایي،چې طالبان په دغه لویه لاره له لویو موټرونو څخه باج غواړي او که کوم موټرچلوونکی یې له باج ورکوونې انکار وکړي موټر ته یې اور اچوي او موټرچلوونکی یې له ځان سره بیايي. وسلوالو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
عبدالله اڅکزی

Comments