وسله والو لس تنه ساتونکي بګرام کې وژلي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – پروان: د وسله والو ډلو په یو کمین کې د بګرام هوایې ډګر ۱۰ ساتونکې وژل شوي دي.
دغه پېښه تېره شپه د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې.
د پروان ولایت د امنیتي ځواکونو د همغږۍ مرکز قومندان الوزی احمدي پېښه تاییدوي او وايي، چې تېره شپه د بګرام هوايي ډګر افغان کارکوونکي له خپل کارځای د کورونو پر لور روان وو، چې د بګرام ولسوالۍ په شاه کا کلي، چې بګرام هوايي ډګر ته نږدې دی، د وسله والو له کمین سره مخ شول.
دده په وینا په پېښه کې ۱۰ کسه وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.
احمدي وايي چې د برید په اړه څېړنې روانې دي او دمګړی سیمه د امنیتي ځواکونو له لوري محاصره ده.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply