وسله والو طالبان په ننګرهار کې یوه ښوونځې سوځولې دې

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار ولایت رسنیز دفتر نه په خپره شوې خبر کې راغلي چې د ننګرهار ولایت په بټي کوت ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو یو ښوونځۍ سوځولې دې.
د ننګرهار ولایت د والي ویانډ وایي، چې وسله والو دغه ښوونځي ته اور ورته کړی دی خو ځاني تلفات نه لري.
د نوموړي په یاد ښوونځي کې اته سوه زده کوونکو زده کولې چې اوس د زدګرو محروم شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په ګڼو پښتون مېشتو سیمو کې د ښوونځیو سوځول پيل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې تردې مخکې طالبانو په لوګر کې هم ګن شمیر مکتبونه سوځولي او خلک یې ګواښلي هم دي.
فرهاد شهراني

Comments