وسله والو طالبانو د حزب اسلامي یو مهم قوماندان وژلی

comments 0

هندوکش ــ بغلان: د بغلان امنیتي چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د لایق په نوم د حزب اسلامي یو قوماندان تېره شپه د طالبانو په برید کې وژل شوی دی.
د مرکزي بغلان ولسوال خانزاده مظلومیار وویل چې لایق د ملي پولیسو له درېیو سرتېرو سره په غلام بای سیمه کې پر یوې ګډې امنیتي پوستې د طالب وسله والو په برید کې وژل شوی دی.
ښاغلي خانزاده زیاته کړه چې د حزب اسلامي او ملي پولیسو ګډه پوسته د جګړې په لومړۍ کرښه کې وه.
نجیبه سروري

Comments