وسله والو طالبانو د بدخشان د ارغنجخوا ولسوالې د نیولو ادعا کړې

comments 0

هندوکش – بدخشان: وسله وال طالبان ادعا کوي چې تېره شپه یې تر یوې سختې جګړې وروسته د بدخشان ولایت یاده ولسوالي نیولې ده او امنیتي ځواکونو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

ځایي رسنۍ ددغه ولسوالۍ سقوط تاییدوي خو حکومتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

بل پلو په زابل ولایت کې د وسله والو طالبانو په یوه برید کې ۹ پولیس وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.

وسله والو طالبانو تېره ورځ د غزني په مرکز کې پر درېیمه امنیتي حوزه هم وسله وال برید کړی و او مرګ ژوبله یې اړولې وه. حکومتي چارواکو د یادو پېښو په اړه تر دې دمه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

عبید رادپور

Comments