وسله والو طالبانو ته هلمند کې درنه مرګ ژوبله اوښتې

comments 0

هندوکش ـ هلمند: وسله والو طالبانو تېره ورځ غوښتل چې د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو برید تر سره کړي،خو دې امنیتي ځواکونو له سخت غبرګون سره مخامخ شول.
دې وسله والو او د ملي پولیسو تر منځ نښته کې پېنځه وسله وال طالبان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.
د نښتې پرمهال له وسله والو طالبانو درې عرادې موټرسایکل، یو میل کلاشېنکوف، یو دانه راکټ انداز د ملي پولیسو لاسته ورغلي دي.
امنیتي ځواکونو ته په یاده نښته کې کوم زیان ندی اوښتی.
عبدالله اڅکزی

Comments