پر وسله والو طالبانو د مرميو د پلورلو په تور درې پوليسان نيول شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – ارزګان: افغان ملي پولیسو هغه درې تنه ټیټ رتبه پولیس چې غوښتل یې لس زره مرمۍ پر وسله والو طالبان وپلوري نیولي دي.
د ارزګان د امنیه قوماندان سرپرست مل پاسوال رحمت الله صدیقي وویل: «د ارزګان د دریو ولسوالیو معتمدینو چې غوښتل یې ۱۰ زره مرمۍ چې د کلاشینکوف، دهشکې او پیکا هغه پکې شاملې وې پر وسله والو طالبان خرڅ کړي چې له یو رینجر موتر سره ونیول شول».
دنوموړي په وینا «یو شمیر نور هغه پولیس يي هم نیولي چي دهغوی دناغیړۍ له کبله يي وسلي او تجهیزات تخریب یا وسله والو طالبانو ته په لاس ورغلي وي».
دا په داسې حال کې ده چي تردي وړاندي دارزګان ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال غلام فاروق سنګري ویلي: وه چي «دمخکنیو امنیه قوماندانو پرمهال تر زر میله ډیري سپکي او درني وسلي ورکي سوي دي».
له دي وړاندي ځیني خلګو ادعا کوله چي په ارزګان ولایت کي ددولت وسلي او تجهیزات پر وسله والو طالبانو پلورل کیږي او بیرته ددولت په ضد کاریږي خو چارواکو دا خبره رد کړي وه.
ننګیالې کوهنورد – ارزګان

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply