وسله والو د هلمند پر ښورابک کمپ برید کړې

comments 0

هندوکش – هلمند: په هلمند کې چارواکې وایي چې ددولت ضد طالب وسله والې ډلې هلمند کې پر ښورابک کمپ برید کړې چې مرګ ژوبله اوښتې ده.
عمر ځواک دغه برید تاييد کړی او ویلي، د لومړنيو معلوماتو له مخې ځانمرګي بریدګر د ښوراب پوځی مرکز ته ننوتي او هلته یې برید پيل کړی.
یوې امنیتي سرچینې ویلي، چې د وسلوالو برید کې مرګ ژوبله اوښتې ده، خو کره شمېر یې نه ده معلومه.
سرچینه زیاتوي چې د ګارنېزون قومندان هم وژل شوی دی. وسلوالو طالبانو هم ویلي، چې د ګارنېزون قومندان سربېره یې ګڼ سرتېري وژلي دي.
د هلمند د مطبوعاتو سلاکار زاهد اتل ویلي، چې برید ته په کتو د وسلوالو شمېر ډېر دی. نوموړي ویلي، چې تراوسه درې ځانمرګي او شپږ تنه وسلوال دې برید کې وژل شوي دي. اتل وايي، چې دې برید کې یوازې درې افغان سرتېري وژل شوي دي. په ښوراب پوځي مرکز کي د افغان پوځ ۲۱۵ میوند قول اردو تر څنګ شاوخوا ۲۰۰ امریکایې پوځیان هم دیره دي.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments