وسله‌وال طالبان د روانو ناخوالو مسؤل دي

comments 0

هندوکش ــ کابل: که څه هم د افغانستان حکومت د سولې د بین‌الافغاني مذاکرو د ځنډ او خنډ عامل طالبان بولي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا په افغانستان کې د روانو ناخوالو مسؤلیت پر وسله‌والو طالبانو واچاوه او وايي په هېواد کې د روانو بدمرغیو عاملان هغه کسان دي چې اوربند نه‌کوي، جګړه‌یې روانه ساتلې او د سولې مذاکرو ته خنډ جوړوي.
د افغانستان د روانو ناخوالو ختمولو په هدف په قطر کې د پیل شویو مذاکرو په بهیر کې راغلي ځنډ، حکومتي چارواکي نهیلي کړي دي.
حکومت وايي دغه مذاکرې د طالبانو د نه‌لېوالتیا له کبله له خنډ او ځنډ سره مخامخ شوي.
د ملي امنیت شورا ویاند رحمت‌الله اندړ وویل، هغه کسان چې اوربند نه‌کوي، جګړه روانه ساتي او بین‌الافغاني مذاکرو ته خنډ او ځنډ جوړوي د روانو ناخوالو مسؤل دي.
ښاغلی اندړ زیاتوي: “د سولې پروسه قطع شوې نه ده، زموږ پلاوی په قطر کې دی. طالبان په سفرونو سر دي. حکومت او د افغانستان ملت له اوربنده رانیولې تر بل هر انعطاف پورې خپل صداقت ښوولی او بیا هم ژمنتیا شته، څوک چې اوربند نه‌کوي، جنګ جاري ساتي او په دې برسېره د بین‌الافغاني مذاکرې د ځنډ او خنډ لامل ګرځي، طبیعي ده چې د دې بدبختۍ مسؤلیت ور په غاړه دی.”
د عامه او ستراتېژیکو اړیکو په چارو کې د جمهوري ریاست سلاکار او رئیس وحید عمر تېره شنبه په کابل کې یوه کنفرانس ته وویل: “طالبانو تر اوسه داسې کوم اقدام نه‌دی کړی چې سولې ته د دوی ژمنتیا ثابته کړي.”
وحید عمر وویل، چې د سولې لپاره د ښه نیت ښوولو لپاره لومړی ګام په افغانستان کې اوربند ته غاړه ایښوول دي.
وسله‌والو طالبانو چې تر اوسه‌یې اورکم یا هم اوربند ته لېوالتیا نه‌ده ښوولې، یو هیئت‌یې ایران او بل هیئت روسیې ته سفر کړی دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments