وزیري: پر طالبان بریدونه زیات شوي

comments 0

هندوکش – کابل: د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وایي، کابل کې د طالبانو له خونړیو بریدونو وروسته افغان ځواکونو شپني او هوایي بریدونه زیات کړي دي.
ملي دفاع وزارت ویاند وایي، په طالبانو د افغان کمانډو ځواکونو شپني عملیاتو په زیاتیدو سره دې ډلې سخته ضربه لیدلې.
د وزیري په خبره، افغان ولسمشر پوځ ته امر کړی چې د افغانستان په هره سیمه کې چې ترهګرې ډلې وي او د افغانانو په مرګ پسې یې راخیستې باید ووژل شي.
وزیري وایي، په تېره یوه اوونۍ کې یې نږدې زر طالبان وژلي او ټپيان کړي دي.
وزیري زیاتوي، په عملیاتو کې ځانګړي عملیات هم شته چې د طالبانو مهم قومندانان په لیرې پرتو سیمو کې په نخښه کړي.
له دې سره ملي دفاع وزارت وایي، پاکستان کې د ترهګرو د روزلو لپاره په زرګونه مدرسې فعاله دي، ځکه خو افغانستان کې جنګیدونکو وسلوالو شمېر زیات شوی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply