وزیري: طالبانو مو غچ اخیستی

comments 0

هندوکش – کابل: دفاع وزارت وايي، د دولت له وسله والو مخالفینو یې د وروستیو بریدونو غچ اخیستی، او لاهم د هغوی پر ضد عملیات دوام لري.
د ملي دفاع وزارت ویاند وایي، په تېره یوه میاشت کې یې د هېواد په بیلابیلو سیمو کې د ځمکنیو عملیاتو او هوایي بریدونو په واسطه نږدې پنځه سوه طالبان وژلي او ټپیان کړي دي.
دولت وزیري هغه راپورونه رد کړل چې ګنې راتلونکی کال به خطرناک کوي، د وزیري په خبره طالبانو ته یې سخت ګوزارونه ورکړي او نور به د لوی بریدونو توان و نه لري.
هغه وايي، د امریکا مرسته ورسره زیاته شوې چې تازه یې د نظامي موټرو مرسته هم کړې ده.
د وزیري په خبره، اوس افغان پوځ تر بل هر وخت پیاوړی شوی او ترهګر نه شي توانیدلی چې لوی بریدونه او مخامخ جګړې وکړي.
سپوژمی پوپلزی

Comments

Leave a Reply