وزیرو کې پر داعش هوايي برید شوی

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار ولایت مقام وايي، تېره ورځ د امریکا بې پيلوټه الوتکې د داعش یوه ډله په نښه کړې او له منځه وړې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي وایي، د خوږیاڼو په وزیرو تنګي کې بې پيلوټه الوتکې د داعش یوې ډلې ۴ تنه وژلي او ۸ نور ټپيآن دي.
په دې برید کې د داعش وسله والې ډلې مهمات او وسلې هم له منځه وړل شوي دي.
خوږیاڼو ولسوالۍ کې افغان او بهرنیو ځواکونو ګډ عملیات پیل کړي او سخت یې ځپلي دي.
فرهاد شهراني

Comments

Leave a Reply