وزیرو کې پر داعش مرګونی برید شوی

comments 0

هندوکش – ننگرهار: ننګرهار ولایت خوږياڼو ولسوالۍ د وزيرو تنګي سيمه کې نن شاوخوا لس نيمې بجې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې ۲۲ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته.
د ننګرهار ولایت مقام د معلوماتو له مخې د دغه بريد په ترڅ کې ۱۴ داعش وسله وال وژل شوي او ۸ ټپيان شوي دي.
په دغه بريد کې د داعش وسله والو يو شمېر وسلې او مهمات هم لمنځه وړل شوي.
دغه راز په ورته وخت کې وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د قاري نصر الله په نوم يو بزګر په ډزو سره شهيد کړی دی.
د يو بل خبر له مخې د ننګرهار ولايت غني خېلو، خوږياڼو او روداتو ولسواليو مربوطاتو کې د وسله والو مخالفينو له لوري ځای پر ځای شوي ماينونه د ملي امنيت موظفينو له لوري کشف او لمنځه يوړل شول.
دغه ماينونه، چې په پلو لارو او سړکونو کې ځای پر ځای شوي و په لمنځه وړلو سره يې د لويو پېښو مخه ونيول شوه.
ننګیالی کوهنورد

Comments

Leave a Reply