وزیرستان کې پر پاکستان پوځ چاودنه شوې

comments 0

هندوکش – وزیرستان: پاکستاني رسنیو نه په خبرونو کې راغلي چې، د پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې نن د پوځ پر موټر چاودنې دوه عسکر وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي.
د پاکستان امنیتي چارواکو ویلي چې دا چاودنه هغه وخت رامنځته شوه چې د پوځ یو موټر له یادې سیمې د ګزمې په حال کې و.
دچارواکو په خبره په دې پېښه کې دوه پوځیان وژل شوي او درې نور ټپیان دي، ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي. د دې تازه پېښې پړه تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.
دا په داسې حال کې ده چې پرون هم په ورته پېښه کې د درېیو افسرانو په ګډون څلور پوځیان ووژل شول.
دادان وزیري

Comments