ورښتونو مالي او ځاني زیانونه اړولي

comments 0

هندوکش – کابل: د واورې او باران ورښتونو د هېواد په بیلا بیلو ولایتونو کې مالی زیانونه اړولي او د خلکو ژوند یې له ستونزو سره مخ کړی دی.
خوست، لوګر، غزنی کې له مرکزونو سره د ولسوالیو لارې تړلي دي.
له خوست او لوګر تازه راپورونه وايي، چې هلته له دیرشو زیات کورونه نړیدلي او لسګونه څاروي تلف شوي دي.
غزني کې بیا د وړمې شپې راهیسې له مرکز سره د ولسوالیو لارې تړل شوي دي، د غزني کې د واورې کم تر کمه ورښت شپیته سانتي متره او زیاته هغه بیا تریو نیم متر ده.
د کابل او شمال لویه لار بیا سالنګ کې له وړمې شپې راهېسې بنده ده.
په جنوبي سالنګ کې له لسو زیات برف کوچونه راغلي خو د سر او مال زیان نه لري.
کندهار، فرا، هلمند او یو شمیر نورو ولایتونو کې بیا سیلاوونه راوتي، لسګونه کورونه یې نړولي، زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه یې لاندې کړې ده.
د کندهار ولایتي چارواکو ویلي، په سیلاونو کې دوولس تنه و ژل شوي ، اتلس نور ټپیان او یو زرو دوه سوه تنه نور د امنیتي ځواکونو له لوري ژغورل شوي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply