ورښتونه له هرکلي او انديښنو سره مل دي

comments 0

هندوکش – کابل: د کابل په ګډون څو ولایتونو کې واوره او زیاتو نورو کې بیا بارانونه وریږي.
د زیاتې واورې وریدو له امله د سالنګ لویه لار تړل شوې او دغه راز تېره شپه د کابل جلال اباد لاره هم بنده وه.
د کابل ـ کندهار لویه لار بیا معترضینو د اوومې ورځې لپاره هم تړلې ده.
د کابل ـ سویل ختیځ لار باندې واوره شوې، خو تراوسه د ترافیکو پرمخ خلاصه ده.
د ټولګټو وزارت وایي، د غور ـ هرات او بامیان دایکندي لارې هم د زیات ورښت له امله تړل شوي دي.
وروستیو ورښتونو ته زیات خوښ دي چې د وچکالۍ ګواښ به له منځه لاړ شي، خو ځینې نور بیا ورښتونو وارخطا کړي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments