ورځپاڼې: امریکا په پنځو کلونو کې له افغانستان وځي

comments 0

هندوکش – امریکا: په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ له خبرو بیا پیلېدو یوه ورځ مخکې نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي، د دې خبرو یوه مهمه طرحه دا ده چې امریکايي ځواکونه به پنځو کلونو کې له افغانستان ووځي.
د راپور له مخې دا طرحه د امریکا دفاع وزارت برابره کړې او له مخې یې نور نړیوال ځواکونه هم له امریکايي پوځ سره په یو وخت له افغانستان ستنېږي.
نیویارک ټایمز ویلي، چې د دې طرحې له مخې د دغه هېواد نیمايي ځواکونو راتلونکو میاشتو کې له افغانستان وځي او نږدې ۸۶۰۰ نړیوال ځواکونه د افغان امنیتی ځواکونو د روزنې مسوولیت اخلي.
خو طالبانو ویلي چې د قطر په ناسته کې نه په مؤقت حکومت، نه پر ټاکنو او نه هم تر اوسه د امریکا له لوري داسې کوم وړاندیز شوی چې څلور یا پنځه کاله به نور هم په افغانستان کې پاته کیږي.
خبر پاڼه زیاتوي، چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي او همدارنګه په راتلونکي کې له افغانستان څخه د ډاډ پر څرنګوالي خبرې شوې دي.
فکور نعیمي

Comments