وروستۍ پایلې کمشنرانو ته منتظر دي

comments 0

هندوکش ـ کابل: د ټاکنو کمیسیون د پاتو ولایتونو د پارلماني ټاکنو وروستۍ پایلې د نوي کمشنرانو تر ګمارنې ځنډولي دي.
ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون څلور ورځې وړاندې د درې ولایتونو وروستۍ پایلې ټاکنو کمېسیون ته د اعلان لپاره لیږلي، خو تراوسه نه دي اعلان شوي.
د ټاکنو کمېسیون ویاند ذبیح الله سادات وايي، له کمشنرانو پرته یې د کارونه د درالانشاء په سرپرستۍ کې په نورمال ډول روان دي.
له دې سره ارګ سیاسي احزابو، مدني او په ټاکنو د څار بنسټونو ته اعلان کړی چې د دې اوونۍ تر پایه د کمشنرانو د ټاکنې لپاره کسان معرفي کړي.
د اتلس ولایتونو وروستۍ پایلې اعلان شوې او د څوارلس ولایتونو او دوه حوزو وروستۍ پایلې پاتې دي چې نوي کمشنران به یې اعلانوي.
د نویو کمشنرانو لپاره اعلان شوی چې په شرایطو برابر کسان دې د روانې اوونۍ تر پایه اسناد وسپاري.
عبید رادپور

Comments