وروستي بریدونه د قومونو د پاشلو لپاره و

comments 0

هندوکش – کابل: جهادي مشر استاد عبدالرب رسول سیاف وايي، وروستي بریدونه د افغان ولس د ویشلو لپاره شوي دي.
سیاف چې تیره ورځ یې د شهید اوونۍ په نوم جوړو شویو مراسمو کې خبرې کولې وویل، دشت برچي او په نورو سیمو کې شوي وروستي بریدونه د همدې لپاره دي څو افغانستان کې قومي او مذهبي مخالفتونه راپورته شي.
سیاف په دشت برچي کې شوي برید ته په اشارې وویل، دا زموږ په ملي یوالي برید وو.
استاد سیاف ټینګار کړی چې نباید د دښمن د شومو پلانونو ښکار شو او باید په دې برخه کې لا ډير په یووالي کار وشي.
استاد سیاف په خپله وینا کې افغانانو ته خبر ورکړ چې دښمن په کمین کې دی او کار کوي چې څنګه یو قوم د بل قوم پرضد وجنګوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments