وروستيو بړیدونو په اړه د افغانستان اهل تشیعه علماوو او ورونو اعلامیه

comments 0

هندوکش – کابل: تیرې سه شنبې د شیعه علماوو شورا له علماوو، پوهانو، سیاستوالو، دولتي چارواکو او خلکو وغوښتل چې د ملي یوالي حکومت ترڅنګ ودریږې او پرې نږدي د د پردیو دسایسو شکار وګرځي.

د سرچينې په وينا: “که څه هم په تیرو څلورو لسیزو کې زموږ ګران هیواد افغانستان د غميزې او د دغې خونړیو پیښو شاهد و، خو وروستي پيښو خلک اندیښمند کري دي.
د شیعه علماوو له دولت غوښتي چې د خلکو امنیت تینګ کړي او له خلکو یې غوښتي چې مظاهرې ستاسو حق دي خو د خلکو او پردیو هیوادونو د دسایسو ښکار نشي.
د هیواد د شیعه علماو شورا په اخیر کې یوه څلور ماده يې اعلامیه خپره کړه چې په کې ( د خلکو هوښیاري، د خلکو امنیت او د مظاهره کوونکو امنیت، اتحاد او یووالي لپاره کار، تولنیز عدالت تینګښت او د شوي مشکلات لپاره پر بحث) تینګار شوې وه.
ددغې شورا غړو په اخیر کې شهیدانو ته جنت او تپیان ته استدعا وکړه.
عبید رادپور

Comments

Leave a Reply