وردګو او خوست ولایتونو کې ۱۰ وسلوالو طالبانو مرګ ژوبله اوښتې ده

comments 0

هندوکش ـ کابل:دفاع وزارت اعلامیه وايي، چې تیره ورځ وسلوالو طالبانو د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ د امبو خاک په سیمه کې پر امنیتي ځواکونو بريد وکړ.
د تندر قول اردو د پنځمې لوأ ځواکونو دغه برید په شاه تمبول شوي او په پایله کې ۳ تنه وسله وال طالبان وژل شوی دي.
همداراز امنیتي ځواکونو د میدان وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د سیسي په سیمه کې د وسلوالو طالبانو د برید څخه مخنیوی کړی، چې په ترڅ کې ۴ تنه وسلوال طالبان سخت ژوبل شوی دي.
د دې ترڅنګ امنیتي ځواکونو د خوست ولایت د موسی خیلو ولسوالۍ د زوړکوټ په سیمه کې د وسلوالو ترهګرو برید له ماتې سره مخ کړې، چې په پایله کې ۱ تن وسلوال وژل شوی او ۲ تنه ژوبل شوی دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments