وحید عمر: نوې کابینه به ډېر ژر اعلان کړو

comments 0

هندوکش ــ کابل: وحید عمر وایي، د اوس لپاره له کورونا وېروس سره مبارزه حکومت ته لومړیتوب لري، خو کابینه به هم ژر جوړه شي.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ژر به د ولسمشر غني‌ په مشرۍ د جوړ شوي‌ حکومت نوې کابینه جوړه او اعلان شي.‌ د ولسمشرۍ ماڼۍ ستر سلاکار وحید عمر وايي، د کورونا وبا روان بحران د نوې کابینې جوړولو چارې پڅې کړې دي.
ښاغلي عمر دوشنبه کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، د ملي روغې جوړې شورا د جوړښت چارې هم په وروستي پړاو کې دي.
د نوموړي په خبره، په تېرو درېوو اونیو کې د حکومت ډېره انرژي او وخت د کورونا وېروس د مخنیوي پر لارو چارو ولګېد، خو زیاته یې کړه، ژر به نوې کابینه جوړه شي.
د مصالحې د شورا د جوړښت په اړه ښاغلي‌عمر وویل چې چارې یې ډېرې مخکې تللي.
ده زیاته کړه، د حکومت ژمنه دا وه چې طالبانو د خبرو اترو یو کوچنی پلاوی به جوړېږي او بیا به د پرېکړو نیولو یوه ستره شورا جوړېږي چې اړینې لارښوونې ورته وکړي.
افغان حکومت وايي، د مصالحې شورا جوړښت یې د هغه مذاکراتي پلاوي پر تله پراخ دی چې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو لپاره ټاکل شوی دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments