وحید عمر: عبدالهادي ارغندیوال د مالیې د سرپرست وزیر په توګه ټاکل شوی، د کابینې د نورو غړیو د معرفي کیدو لړۍ روانه ده

comments 0

هندوکش ــ کابل: د ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې تر مراسمو شااوخوا دوې اونۍ وروسته ارګ په کور دننه او بهر پر یو شمېر بستونو د نوو ګمارنو خبر ورکړ.
په ستراتیژیکو چارو کې د ولسمشر غني سلاکار وحید عمر نن سې شنبه مارچ۳۱(وري۱۲مه) ویلي چې عبدالهادي ارغندیوال د ولسمشر غني د فرمان له مخې د مالیې وزارت لپاره نوماند او سپرست ټاکل شوی دی.
ښاغلي عمر ویلي چې د کابینې د نوو غړو د معرفي کېدو لړۍ روانه ده چې د ټولو په بشپړېدو سره به ولسي جرګې ته د رایو اخیتسو لپاره معرفي شي.
ښاغلی عبدالهادي ارغنديوال د جمهور رئیس په فرمان د مالیې نوماند وزیر او سرپرست په توګه معرفي شو. د کابیني د نویو غړو د ګومارنې لړۍ به روانه وي او د کابینې له بشپړېدو وروسته به ټول په یوه ځای د ملي شورا ولسي جرګې ته د باور رایې اخیستو لپاره ور وپېژندل شي.
عبدالهادي ارغندیوال تر دې مخکې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ حکومت کې د اقتصاد وزیر و، هغه اوس مهال له طالبانو سره د سولې مذاکراتي ټېم غړی هم دی.
تر ده مخکې همایون قیومي د افغانستان د مالیې سرپرست وزیرو.
ارګ د دې ترڅنګ په یو شمېر هیوادونو کې هم د افغان حکومت په سیاسي نمایندګیو کې پر ځینو بستونو د یو شمېر نوو کسانو د ټاکل کېدو خبر ورکړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هیواد هم نن سې شنبه ویلي چې د یاد وزارت په وړاندیز او د ولسمشر غني په منظورۍ ذکیه وردګ په ممبۍ کې جنرال قونسل، جاوید احمد په متحده عربي اماراتو کې د مختار مستشار وزیر او سید لطف الله سادات په بن کې د افغان قونسل په توګه ټاکل شوي دي.
د افغانستان جمهوري ریاست تېره شپه همدارنګه د ولسمشر غني د دفتر د رئیس په توګه د شاکر کارګر د ټاکل کېدو خبر هم ورکړ.
عبید رادپور

Comments