وحید عمر: د سولې مذکراتو لپاره د حکومت پلاوی ټولشموله دی، که نه یې مني، موږ د طالب پلاوي په اړه کافي ډېر ملاحظات لرو

comments 0

هندوکش ــ کابل: که څه هم وسله‌والو طالبانو د سولې د خبرو لپاره د افغان حکومت په مرکچي پلاوي انتقاد کړی خو افغان حکومت وايي دا ډله د سولې د خبرو په وړاندې پلمې لټوي.
د ولسمشر محمد اشرف غني سلاکار وحید عمر د یکشنبې په ورځ په یو خبري کنفرانس کې وویل چې که خبره د پلمو وي نو د طالبانو په مرکچي پلاوي هم خبرې کېدای شي.
عمر زیاتوي: “که چېرې د پلمو جوړولو خبره وي، نو بیا به موږ هم د طالبانو په پلاوي ډېر ملاحظات ولرو، چې د دوي د پلاوي ترکیب به څنګه وي، ایا د دوی په پلاوي کې به مېرمنې شته کنه نشته، ایا د دوی په پلاوي کې د بېلابېلو فکرونو خاوندان شته کنه؟ ایا د دوی پلاوی د افغانستان د کومې جغرافیې او کوم فکر استازیتوب کوي؟ خو موږ په دې کې هېڅ خبره نه لرو بلکې زموږ خبره داده چې باید دوي ژر یو با صلاحیته پلاوي وټاکي تر څو بین الافغاني خبرې پیل شي.”
ښاغلي عمر وویل چې اعلان شوی پلاوی چې مشري يې د ملي امنیت مخکینی رییس معصوم ستانکزی کوي حکومتی نه دی او د ټولو اړخونو سره په مشوره ټاکل شوی دی.
بل خوا بیا د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چاروزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او په کابل کې د امریکا سفارت د افغان حکومت له خوا د مرکچي پلاوي له اعلان هرکلی کړی او دا يې ټول شموله یې ګڼلی دی.
افغان حکومت له طالبانو سره د بین الافغاني خبرو اترو لپاره تېره اونۍ یویشت کسیز مرکچي پلاوی اعلان کړی دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments