واڼه: د پاکستان حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ عارف وزیر نیولی

comments 0

هندوکش ــ پښتونخوا: د جنوبي وزیرستان پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ سردار عارف وزیر نیولی دی.
په واڼه کې د پولیسو تاڼه دار عثمان وزیر نن مشال راډیو ته وویل چې پر وزیر تور دی چې په افغانستان کې یې په یوه وینا کې د پاکستان ضد خبرې کړې دي.
ده زیاته کړه چې نوموړی یې تر ګرفتارۍ وروسته ټانک ته د عدالتي کارروايۍ لپاره استولی دی.
عثمان وزیر له دې پرته نور معلومات ورنکړل. خو د پښتون ژغورنې غورځنګ یو بل مخکښ جمال مالیار پر وزیر لګېدلي تورونه ناسم بللي او زیاتوي چې پولیس بې له کره ثبوتونو د غورځنګ غړي او مشران نیسي.
دادان وزیري

Comments