واشنګټن پوسټ: د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې اوس هم په علني توګه د خلکو وهل، ډبول او د علني اعدام سزاوې عامې دي

comments 0

هندوکش ــ کابل: واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د وسله والو طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو په اړه یو مقاله خپره کړې چې پکې راغلي، تر دوو لسیزو جګړو وروسته د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې په ځینو کې يې یو شمېر اصلاحات لیدل کېږي، خو د لیکوال په وینا، په ټوله کې بېره خپرول د دې سخت دريځې ډلې د قوماندې یوه اساسي برخه ده.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په دې مقاله کې په افغانستان کې د یوې ولسوالۍ په اړه لیکلي چې مشرانو یې له طالبانو وغوښتل چې د نجونو لپاره دې ښوونځي ته اجازه ورکړي، خو په ځینو ولایتونو کې طالبان د نړیوالو ادارو په مالي مرسته پر مخ تلونکو کلینیکونو ته د فعالیت اجازه نه‌ورکوي.
د مقالې په وینا په همدغو سیمو کې سختې او علني سزاوې هم ډېرې عامې دي.
په مقاله کې وړاندې راغلي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې یو شمېر سیمو مدیریت کولو ته په کتو، په دې پوهېدای شو چې طالبان به له افغان حکومت سره تر یوې احتمالي سیاسي موافقې وروسته څه ډول واکمني وکړي؟
په مقاله کې راغلي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې يې له ۱۹ ملکیانو سره خبرې کړي او له دغو مرکو څرګندېږي چې طالبان ښايي لږ څه تغییر ومني چې ځايي خلک خوشحاله کړي، لکه د ږیرو پر اوږدوالي جوړجاړی، خو د مقالې په وینا دا ډله اوس هم له خپل سخت دريځه نه‌ده اوښتې او داسې ښکاري چې د افغانستان د قوانینو د منلو په برخه کې هېڅ جوړجاړي ته نه‌ده چمتو.
په دې مقاله کې راغلي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې اوس هم په علني توګه د خلکو وهل ډبول او د علني اعدام سزاوې عامې دي، روغتیايي خدماتو او زده‌کړو ته لاسرسی لږ څه پراخ شوی، خو دا هم د یو شمېر هغو نړیوالو مرستندویه ادارو کار دی چې طالبانو ورته د فعالیت اجازه ورکړې.
وروسته په مقاله کې راغلي چې که طالبان له افغان حکومت سره د موافقې په نتیجه کې په واک کې برخه ترلاسه کړي، د ترهې په کارولو سره به خپل سخت قوانین عملي کړي.
په مقاله کې دا یادونه هم شوې چې د طالبانو جګړه‌ماران له ځايي خلکو په زوره باج اخلي، خو د طالبانو له قوله د خلکو دا ادعا رد شوې ده.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments