واشنګټن، مسکو او بیجنګ ناستې پيل کړي

comments 0

هندوکش – کابل: د افغانستان د وروستیو تحولاتو او تغیراتو په اړه امریکا، روسیې او چین په واشنګټن کې لیده کاته پیل کړي دي.

له تیرو دوه ورخو راهیسې چین، امریکا او روسیې د افغانستان سولې په تړاو خپلمنځي خبرې پیل کړي او هوکړه یې کړې چې راتلونکې کې به هم ورته ناستې ولري.

درې واړو خبرې کړي چې څنګه کېدای شي افغانستان کې امن او ثبات راشي.

په دغه درې اړخیزه ناسته کې د افغانستان حاکمیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته په احترام ټینګار شوی چې افغانستان په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې خپله د پرېکړو حق لري.

د چین، روسیې او امریکا ترمنځ د بلې ناستې وخت به د درې واړو لوریو په هوکړه وروسته مالوم شي.

سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments