وارخطا طالبان به نور څه کوي !؟ نوید احمد څرک

comments 0

0 Views

طالبانو چې په جګړه کې خپل ځانونه او راتلونکی په زوال کې ګوري، اوس یې په ولسونو ظلم ته مخه کړې او هڅه کوي چې په ولسونو فشار راوړي، تر څو په دوی فشار کم شي.

تازه پریکړه چې د پاکستان په کویټه او کراچۍ کې شوې، طالب مشرانو خپلو ډلو ته لارښوونه کړې چې هره سیمه کې چې فعالیت لري، د هغې سیمې خلک دې په یو ډول مجبور کړي چې کلی، کور او ځمکې پریږدي او کډې بار کړي.

د طالبانو لومړنۍ پلمه دا ده چې هغه کسان به کلیو کډې باروي چې اولادونه یې په پولیسو، اردو او یا نورو دولتي ادارو کې دندې لري، د طالبانو له دې پریکړې سره ځینو سیمو کې ځایي خلکو مخالفت کړی، خو د طالبانو له غبرګون سره مخ شوي، ځینو سیمو کې خلک سخت وهل شوي او ځینو نورو کې بیا ان وژل شوي دي.

طالبان هغه کورنۍ په سیمو کې نه پریږدي چې اولادونه یې له کلي بیرون دندې ولري، که د کومې کورنۍ له خپل اولاد او یا ورور سره هیڅ راکړه ورکړه هم و نه لري اړ دي چې د طالبانو پریکړه ومني او له کلي کډه بار کړي.

اوس کلیوال زیات اندیښمن دي، ځکه کلي کې یې حاصلات ، مالداري، ځمکې او مړی ژوند ترې پاتې کیږي او له کلي بیرون هیڅ نه لري چې شپه پکې وکړي او د خوراک لپاره یې وخوري، خو دا چې طالبان پرې د پنجاب پریکړې عملي کوي، زور یې پرې نه رسیږي او اړ دي چې کډې بار کړي.

طالبان د جهاد تر نوم لاندې اوس داسې کړنې کوي چې انسانیت ترې شرمیږي، طالبان د اسلام نوم بدي کولو لپاره یوه داسې بهرنۍ پروژه ده چې خلک د اسلام او جهاد له نومه نفرت ته ورسوي.

طالبان چې کله خلک له کلیو وباسي، نو بیا د کور خاوند حق نه لري چې همسایه پکې واچوي، طالبان به دا کور یو چاته ورکوي او د هغوی د خوښې کورنۍ به پکې ژوند کوي او ځمکې به یې هم هغه کس کښت کوي چې د طالبانو خوښه وي.

طالبان به د کلیوالو د ځمکو له درکه نیمې پيسې اخلي او په دې باندې ځان او کورنۍ ته عیش عشرت زندګي برابروي، طالبانو دا پریکړه د کلیوالو لپاره بیخي انديښنه پآروونکي ده چې څنګه یوه ډله د اسلام په نوم چې تل ورته دوی ډوډۍ ورکړې، چا یې ورکړې، دمه یې وکړې او شپه ورکړې، بیا پر دوی دومره ظلم وکړي چې له کوره یې وباسي.

طالبانو ته د پنجاب حکومت له لوري بله پریکړه دا ورکول شوې چې تر دې وروسته به هغه کورنۍ هم په کلیو کې نه اوسیږي چې اولادونه یې په طالبانو کې نه وي، یانې هغه کورنۍ چې غواړي خپل کلي کې و اوسیږي اړ دي چې طالبانو ته یو یا دوه کسان ورکړي چې د دوی په ملاتړ دولت سره جګړه وکړي.

له ولسونو سره ځان وهل د افغانستان په تاریخ کې د زوال نخښه ده او انشاءالله چې د طالبانو د زوال وخت هم رارسیدلی دی، طالبانو چې مرګ وروستی سلګۍ وهي، خپله کینه په بې چاره کلیوالو سړوي چې له کلي د باندې د شپې لپاره ځای او د خوراک لپاره خواړه نه لري.

طالب په افغانستان کې د پنجاب هره تګلاره عملي کړه، خو دا نوې تګلاره به یې انشاءالله د زوال وروستی حد وي او تر دې وروسته به یې هیڅ کلیوال هم لاسنیوی و نه کړي او کلیوال ازار به یې داسې ووهي، لکه په تېر تاریخ کې یې چې نور زبرځواکونه او ظالمان وهلي دي.

 

Share this page to Telegram

Comments