هیله مند یو چې د انتخاباتو لپاره د کاندیدانو د نوم‌ لیکنې پروسه چټکه شي

comments 0

هندوکش ـ کابل: دغه مطلب پرون یکشنبه ذبیح الله سادات د انتخاباتو یو مسوول څرګنده کړ.
عغه وویل د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون هیله‌مند دی چې په را روانو ورځو کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره د کاندیدانو د نوم‌لیکنې پروسه چټکه شي.
د کاندیدانو د نوم‌لیکنې رسمي پروسه څلور ورځې مخکې د جدي په 13 مه پیل شوې او د همدې میاشتې ترپایه به دوام کوي.
دا چې تر اوسه پورې څومره کسانو د انتخاباتو له خپلواک کمېسیون سره د ولسمشرۍ لپاره د کاندیدانو په توګه نومونه ثبت کړي؟
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح سادات وایی چې تر پرونه پورې د ټاکنو له خپلواک کميسیون سره دوو کسانو د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو لپاره د کاندیدانو په توګه ځانونه ثبت کړي او 72 کسانو له دې کمېسیون څخه معلوماتي بستې ترلاسه کړي دي.
دغه دوه کاندیدان چې ځانونه یې رسماً د ولسمشرۍ لپاره د کاندیدانو په توګه ثبت کړي، د ولسي جرګې غړی عبدالطیف پدرام او عبدالحکیم تورسن دي.
ټاکل شوې، د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات د راتلونکي کال د سرطان په 29 مه ترسره شي.
د یادوني وړ دي چې تراوسه د ولسمشر محمد اشرف غني او د افغانستان د ملي امنیت د پخواني سلاکار محمد حنیف اتمر په ګډون څو محدودو کسانو اعلان کړی چې د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو لپاره ځان کاندیدوي، خو له یوې مودې راهیسې ډېرو نورو سیاسي څېرو او جهادي مشرانو هم د انتخاباتي ټیم د جوړولو لپاره هڅې پیل کړي دي.
سپوژمۍ پوپلزۍ

Comments