هیلري کلینتن نوي سیاسي حزب جوړ کړ!

comments 0

آغلې هیلري کلینتن د امریکا ولسمشري ته پخوانۍ نوماندې د نوي سیاسي حزب د جوړولو خبر ورکړ.
دغه خبر چې د هیلري کلینتن په تویتر پانه کې خپور شوې راغلې چې د سیاسي ګوند نوم «Onward Together» دې او آغلې په دې هکله لیکلي: “مونږ د Onward Togetherحزب ددې لپاره جوړ کړ، چې خلک په خپل زړه په سیاسي بهیر کې برخه واخلي، خپل عملونه همغږي کړي او آن دا چې په ټاکنو کې ولسمشرۍ ته خپل ځانونه نوماند کړي”.
د Onward Together په رسمي بریښنا پاڼه کې لیکل شوي، چې د حزب ددندو په جمله کې د هغو ګوندونو ملاتړ شامل دی، چې ۶۶ ملیونو خلکو هیلري کلینتن ته د رایو په ورکولو سره تایید کړي دی. دFox News ټلویزیوني کانال د ارزونو له مخې، د نوي حزب جوړول په دې معنا ده، چې کلینتن په رسمي توګه د سیاست ډګر ته ور ودانګل.

Comments

Leave a Reply