هیروئینو قاچاق په تور ۶ تنه د کابل په هوايي دګر کې ونیول شول

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: آزادې رادیو نه په خپور شوي خبر کې راغلي دي چې د کابل هوایي دګر له مخدره موادو سره د مبارزې قوماندان نظام الدین بهاوي ویلي دي چې ، يوه ډله قاچاق وړونکي چې درې کسان وو د یکشنبې په ورځ په داسې حال کې ونیول شول چې غوښتل یې دوه زره او ۱۴۳ کیلوګرامه هیروئین په ګېډو کې ځای پرځای کړي او هندوستان ته يې قاچاق کړي.
نوموړي زیاته کړې چې دوهمه ډله چې درې کسان وو او د دوشنبې په ورځ یې د ۲۵۷۱ ګرامه هیروئین د خولې له لارې ګېډې ته تېر کړي وو، غوښتل یې چې هندوستان ته یې قاچاق کړي، په کابل هوايي ډګر کې ونیول شول.
دا په داسې حال کې ده چې تردې مخکې د مخدره موادو قاچاق په تور څو ځلې کابل هوایي دګر کې کورني او بهرني قاچاق وړونکي نیول شوي دي.
سپوژمې پوپلزې

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply