هوايي ځواک دوه چنده کیږي / نوید احمد څرک

comments 0

طالبانو سره په کلونه جګړه کې له دې امله نرمښت څخه کار اخیستل شوی و چې ګنې یوه ورځ به سولې ته غاړه کیږدي اونور به له دې پردۍ جګړې لاس واخلي چې ګټې یې بهرنیان وړي او قرباني یې افغانان ورکوي.
افغان ځواکونو کولای شول، طالبان څو کاله وړاندې له منځه یوسي او یا یې وځپي، خو دا چې افغان حکومت پوهیږي چې طالبانو ځوانان په کاذبانه تبلیغاتو تیرویستلي، په وژلو باندې یې ډير تمرکز ورته نه کو.
طالبانو افغان ځوانان چې له زده کړو لیرې پاتې شوي، په ډيره اسانۍ سره خپلو لیکو ته جذب کړي او په دې پلمه چې ګنې جهاد کوي د خپلو شخصي ګټو لپاره یې د نورو افغانانو پروړاندې جنګوي.
اوس چې د سولې خبرو ته تر بل هر وخت تمې زیاتې شوي او تمه شته چې طالبان به له امریکا او افغان حکومت سره یو تفاهم ته ورسیږي، پر طالبانو بیا هم بریدونه کم کیږي او د دې لپاره چې طالبان به سولې ته غاړه کیږدي، افغان ځواکونه جګړه کوي.
اوس د سولې د چمتووالي سره یو ځای ملي دفاع وزارت کار کوي چې د هوایي ځواک وړتیا لا ډيره لوړه کړي او د طیارو تر څنګ هوایي ځواک زورنه زیاته کړي چې بالاخره به په یو قول اردو بدله شي.
اوس افغان ځواکونه ۲۳ بلک هاک الوتکې په واک کې لري چې وخت ناوخت پر طالبانو بریدونه کوي، خو تر دې وروسته په پآم کې ده چې افغان هوايي ځواک تر شپږ میاشتو ۱۴ نورې بلک هاک الوتکې ترلاسه کړي چې دا ځواک پياوړی کولای شي.
افغان هوایي ځواک اوس تر بل هر وخت پياوړی دی او د لا پياوړتیا لپاره یې کار کیږي، که چیرې افغان هوایي ځواک پوره په ځان بسیا شي، بیا هیڅ ترهګره ډله نه شي کولای ډله ییز بریدونه وکړي او ځینو سیمو باندې ولکه ټینګه کړي.
د افغان ځواکونو لپاره د عملیاتو پرمهال لویه ستونزه په سړک کې د خښ شویو ماینونو ده چې طالبان یې ځای په ځای کوي او د افغان ځواکونو مخه نیسي چې له یوې سیمې بلې ته لاړ شي.
دا ماینونه ډير کله د ملکي وګړو ژوند اخلي، د یوناما تازه راپور کې ښودل شوي چې د ملکي وګړو د تلفاتو لوی لامل د سړک غاړې ماین چاودنې او ځانمرګي بریدونه دي چې زیات ملکي وګړي یې قربانیان دی.
افغان حکومت بیا افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته لارښوونه کړې چې څنګه کیدای شي د جګړې په ډګر کې د ملکي وګړو د ژوند خوندیتوب ته پام وکړي، ولسمشر لارښوونه کړې که چیرې دښمن د خلکو په منځ کې ولیدل شو باید برید پرې و نه شي، چې د ملکي وګړو د تلفاتو لامل کیږی.
اخبار سپورتی:

Comments