هوايي ځواکونو هدف ته تر رسېدو وړاندې موټر بم په نښه او له منځه وړی دی

comments 0

هندوکش ـ فاریاب: د فاریاب ولایت قیصار ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وسلوالو طالبانو یو لوی موټر بم چې پکې چادویدونکي توکي بار وو تر هدف ته له رسېدو وړاندې د افغان هوايي ځواکونو لخوا په نښه او ویشتل شوی دی.
په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو وايي، چې وسلوالو طالبانو پلان درلود، چې دغه موټر بم د ملي اردو په یو بیز برید وکړي، چې افغان ځواکونو په نښه او له منځه یې وړی دی.
بلخوا ځینو امنیتي سرچینو بیا ویلي، چې دې هوايي برید کې ۱۰ وسلوال طالبان هم وژل شوي او وسلې مهمات یې هم له منځه وړل شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.
عاطفه مصمم

Comments