هوايي بمبارد کې د فاریاب لپاره د طالبانو نومول شوی والي وژل شوی

comments 0

هندوکش ــ فاریاب: د فارياب ولايت قیصار ولسوالۍ چهل گزي سيمه کې د طالب ياغيانو تش په نوم والي ملا ناظم قرارګاه بمبارد شوي، چې پايله کې يې ۳ تنه طالب ياغيان وژل شوي او او ۴ نور يې ټپيان دي.
په ياد هوايي بريد کې د ياغيانو قرارګاه تخريب شوي او د هغوي يو زيات شمير وسلي او مهمات هم له منځه تللي دي.
په یو بل هوايي کذار کې افغان هوايې ځواکونو د فارياب ولايت د خواجه سبزپوش ولسوالۍ په بادغيسي کلي کې د طالب ياغيانو هغه پټنځايونه بمبارد کړل چې غوښتل يې له هغو ځايونو د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريد وکړي.
يادو هوايې ګذارونو کې ۵ تنه طالب ياغيان وژل شوي او ۸ نور ټپيان دي، همدا راز د ياغيانو دوه پټنځايونه او دوه عرادې موټرسايکل له يو شمير وسلو او مهماتو سره هم له منځه تللي.
عاطفه مصصم

Comments