هند کې داسې څه پېښ شول، چې تر اوسه ما نه و اوریدلي

comments 0

له هغه وروسته چې یو چرګ د هند په جنوب کې خپل څښتن وواژه، چارواکي هلې ځلې کوي چې هلته د چرګانو د جنګ تنظیمونکي ونیسي.
د یو چرګ څښتن د خپل چرګ په پښې کې یو چاړه ځړولې وه چې خپل مخالف چرګان مات کړي، خو چرګ پر خپل څښتن برید کړی او ژوبل کړی یې و.
چارواکي وايي د چرګ مالک روغتون ته تر رسېدو مخکې مړ شوی دی. چرګ د هغه ورون ژوبل کړی و.
د هند په جنوب کې چارواکو د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي‌ چې د لوتنار په کلي کې ۱۶کسانو د چرګانو دا جنګ برابر کړی و.
چارواکي ‌وايي‌ شاید دا مالکان په قتل، شرط تړلو او د چرګانو په جنګولو تورن شي.
په هند کې د چرګانو جنګول منع دي خو بیا هم په ځینو سیمو کې خلک دا کار کوي.
په هند کې هر کال د چرګانو په جنګ کې زرګونه چرګان وژل کیږي او د حیواناتو د حقونو د فعالانو له هلو ځلو سره سره بیا هم ډېر خلک د چرګانو د جنګ نندارې ته راټولیږي.

Comments