هند کې به افغاني تولیداتو لپاره نندارتون جوړشي

comments 0

هندوکش – کابل: د روان کال د سپټمبر میاشت کې په ممبۍ ښار کې د افغاني تولیداتو لپاره نندارتون جوړېږي.
د راپورونو له مخې په پام کې ده، چې د روان کال د سپټمبر میاشتې له ۱۲ تر۱۵ نېټې پورې په ممبۍ ښار کې د افغانستان سوداګر خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي. په دې نندارتون کې به د افغانستان د قیمي ډبرو او غالیو سربېره د هېواد تر ټولو غوره تولیدات نندارې ته کېښودل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د اقتصادي ودې او افغاني تولیداتو لپاره د بازار موندنې په موخه تیره اونۍ د امریکا په واشنګټن ښار کې یوه غونډه رابلل شوې وه. غونډه چې “د نیکمرغۍ په لور” تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه، په ترڅ کې یې برخه والو په هند کې د افغاني تولیداتو لپاره د بازار موندنې په خاطر بحث کړی دی.
یاده دې وي، چې ټرمپ تېرکال د افغانستان او جنوبي آسیا لپاره د تګلارې د اعلان پر وخت ویلي و، چې واشنګټن به نوی ډیلی د کابل د اقتصادي ودې په پروګرامونو کې شامل کړي.
هند په آسیا کې هغه هېواد دی چې د افغانستان د بیارغونې لپاره یې د پام وړ مرسته کړې ده.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments