هند کې افغانان نیول شوي

comments 0

هندوکش – هندوستان: هند کې دوه افغان وګړي د قاچاق په تور ونیول شول.
د هندي رسنیو د راپور له مخې، دوه افغانان او یو نایجیریايي وګړی په دې تور نیول شوي چې د دوه نیم سوو میلیونو هندي روپیو په ارزښت هیروین یې قاچاق کړي وو.
د نوې ډهلي پولیسو په خبره، دغه افغان وګړي د ډهلي ساکټ سیمه کې هغه مهال نیول شوي چې د دوه نیم سوه میلیونو هندي روپيو په ارزښت هيرویین یې لېږدول.
پولیسو ویلي چې، دغه افغانانو هیرویین له افغانستان څخه هند ته راوړل او وروسته یې کاناډا، انګلستان، فرانسې او سوېلي افریقا ته لېږدول.
محمد حنیف بیدار

Comments