هند کولای شي پاکستاني پوځیان په کمو پیسو واخلي

comments 0

هندوکش – هندوستان: ارون جیتلي د هند دفاع وزیر ادعا کوي چې پاکستاني پوځیان وطندوسته نه دي او په ډیرو کمو پیسو اخیستل کیږي.
هندي رسنیو سره په ځانګړي مرکه کې د هندوستان دفاع وزیر ویلي دي: «چې د ځینو امریکایې چارواکو خبره پرځاې ده چې وایي د پاکستان پوځیان په ډیرو کمو پیسو اخیستل کیږي».
نوموړي هندي رسنیو ته وویل چې «لوی درستیز راحیل شریف چې ځان یې ډیر با قوته او پیاوړې وطندوست معرفي کاوه اوس مهال څو دالرو لپاره عربستان ته خدمت کوي».
هغه وویل که هند وغواړي پاکستانیان راولي او د هند لپاره يې وجنګوي په ډیرو کمو پیسو او ارزانه کولاې شې هغوې هند ته خدمت لپاره آماده کړي.
نوموړي د مثال په توګه وویل چې «اوس مهال لسګونه پاکستاني پوځیان د عربستان دفاع په خاطر یمن کې جګړه کوي او هره ورځ وژل کیړي».
هند او پاکستان داسې دوه هیوادونه دي چې لسیزي کیږي ددوې ترمنځ کشمیر پر مسله شخړې روانې دي او ورځ تربله دواړه هیوادونو یو بل د ترهګرو ملاتړ په تور یو بل تورنوي.
توریالې سحر

Comments

Leave a Reply