هند په بیلابیلو پرمختیایي برخوکې افغانستان کې د ۱۱۶ تولګټو پروژو کار پیلوي

comments 0

هندوکش – هندوستان: هندي رسنیو نه په خپور شوي خبرونو کې راغلي چې نوي ډلي له کابل سره څلور هوکړه ليکونه لاسليک کړل چې له مخې به يې د افغانستان په ۳۱ ولايتونو کې ۱۱۶ ټولګټې پروژو کار پيل شي.
نوي دیلي کې رسنیو ته په وینا کې د افغانستان بهرنيو چارو وزارت وياند مرستيال صبغت الله وويل، دغه هوکړه ليکونه په بېلابېلو پرمختيايي برخو کې دي چې له مخې به يې ۱۱۶ پروژو کار د هېواد په ۳۱ ولايتونو کې پیل شي.
د هندي رسنیو په حواله، د هند د بهرنيو چارو وزارت د وږي په ۲۰مه په دې تړاو خپره کړې اعلاميه کې ویلي دغو پروژو کې د حکومتولۍ زده کړو، روغتيا، انرژۍ، کرنې او ورته نورو پرمختيايي برخې شاملې دي.
هندي رسنۍ وایې چې په اعلاميه کې ويل شوي:په دې پروژو کې د شاتوت برېښنا بند، په مرازشريف کې د يوه پولي کلينيک جوړولو تر ځنګ د بېرته راستنېدونکو لپاره د کورونو جوړولو، د کابل او چاريکارو د پاکو اوبو رسولو سيستم شامل دي.
دا په داسې حال کې ده چې هند افغانستان سره پوځي برخو کې هم د هر اړخیزو همکاریو ژمنه کړې ده.
محمد امان دوران

Comments

Leave a Reply