هند – پاکستان ته د اوبو بندولو ګواښ وکړ

comments 0

هندوکش – هندوستان: هندي نوموتې ورځپاڼه ( اني نیوز ) لیکي چې، وروسته له هغه چې هندي کشمیر کې یوه ځانمرګي برید د ۴۰ شاوخواکې هندي پوځیان ووژل د پاکستان پر ضد ددې هېواد هر مسؤل او چارواکې غبرګون ښودلی، چې اوس تازه د هندستان د اوبو او منابعو وزیر ویلي غواړي په دریو سیندونو د خپلې حیصې نه اوبه کنټرول کړي.
د ورځپاڼې په حواله، هېواد به يې پاکستان ته تلوونکي اوبه په خپله خاوره کې مهار کړي او ددې اوبوو په وسیله به د هندستان له ایالتونو سره مرسته وشي، دده په وینا تر خپلې ولکې لاندې د دریو لویو سیندونو اوبه به کنټرول او دننه دې هېواد کې د کرکیلې لپاره استفاده کو.
هندستاني چارواکو ویلی چې پاکستان ته د سزا ورکونې په موخه په یوه داسې سیند د اوبو راګرځولو بند جوړوي چې اوبه يې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر ته بهیږي.
هندستان ژمنه کړې چې د پاکستان د انزوا لپاره به له ټولو ډیپلماټیکو لارو کار اخلي ځکه دوی ادعالري چې دا هېواد د ترهګرۍ ملاتړی او په هندستان کې د تروریستي پیښو مسؤل دی.
پاکستان تر ۲۰۰ میلیونه زیات نفوس لري، چې عایدات يې ډیری له کرنې او وګړي يې په دې برخه کې په کار بوخت دي اوس ویره لري چې هندستان به یې په ۱۹۶۰ زیږدیز کال کې د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب د اندس اوبو پرسر شوي تړون له خطر سره مخ کړي، په دغه تړون کې له هندستان څخه پاکستان ته د درو سیندونو د بهیدونکو اوبو پر نه مخنیوي هوکړه شوې وه.
ددې سیندونو اوبه لومړی د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر او بیا وروسته ددې هېواد نورو برخو ته بهیږي چې پاکستانیان ورڅخه د ځمکو خړوبولو په برخه کې کار اخلي.
ددې دواړو اټومي قدرت هېوادونو ترمنځ تر دامهاله درې جګړې شوي خو لاهم د اوبو دغه تړو پرخپل ځای پاتي وو خو فکرکیږي چې اوس به هندستان ددې تړون په هکله فکر وکړي
محمد امان دوران

Comments