هند وزیر اکبرخان کې پارک جوړوي

comments 0

هندوکش – کابل: کابل کې د هند سفارت وایي، هېواد يې په افغانستان کې د سولې ټینګښت او د پرمختیايي کارونو تر سره کول خپل مسؤلیت ګڼي.
د هند سفیر چې د وزیر اکبر خان تپه کې یې د یو پارک د جوړیدو په پرانیست غونډه کې خبرې وکړي ډاډ وښود چې په نورو زیاتو برخو کې به همکاري وکړي او دا خپل مسوولیت ګڼي.
په افغانستان کې د هند سفیر وايي، هندوستان له افغانستان سره هر اړخیزو همکاریو ته ژمن دی او د افغانانو د ژوند خوندي ساتلو لپآره هر راز کار کوي.
دا پآرک په سل جریبه ځمکه کې په یو میلیونه امریکایې ډالرو جوړیږي چې تر یو کال به یې کارونه بشپړ شي.
د ښآرجوړونې وزیر سید منصور سادات نادري په افغانستان کې د هندوستان ټولې پروژې بنیادي ګڼي او باور یې وښود چې راتلونکو نسلونو ته به یې هم ګټه رسېږي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply