هند هوکړه کړې چې پوځي برخه کې افغانستان سره مرستې زیاتوي

comments 0

هندوکش – هندوستان: صلاح الدین رباني سره په کتنې کې د هند د بهرنیو چارو وزیري سوشما سوارج دغه څرګندونې تیره ورځ کړي دي.
د هند بهرنیو چارو وزیرې ميرمن سوارج ټينګار وکړ، چي د افغانستان سره اړیکې د هند لپاره د وفا او باور پر اساس دي او دواړه هېوادونه به د پولو د پوري خوا د ترورېزم، خوندي پناهځایونو او پټنځایونو له کبله د چیلنجونو په وړاندي د بري لپاره متحد پاته شي.
په دې هکله د ستراتيژيک مشارکت شورا له غونډي وروسته صلاح الدین رباني وویل، افغانستان او هند موافقه کړې چي په خپل منځ کي امنیتي همکارۍ زیاتې کړي.
نوموړې زیاته کړه، هند منلې چي د افغانستان له ملي دفاعي ځواکونو سره نوره مرسته وکړي.
هند دغه موافقه د دونالد تړمپ له غوښتنې وروسته کوي چې تړمپ له هندوستانه غوښټي وو چې افغانستان سره هر اړخیز همکاري وکړي.
محمد وحید بیدار

Comments

Leave a Reply