هند نظامي مرسته کوي

comments 0

هندوکش – کابل: هند افغانستان ته څلور نورې جنګي هلیکوپټرې ورکوي.

د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وايي، د دغو څلور «ام آی ۲۵» هلیکوپټرو څخه دوې به یې د روان ۲۰۱۹ کال د مارچ په میاشت کې او دوې نورې به یې د جون او یا جولای میاشت کې افغانستان ته ورسېږي.

ددغو هلیکوپترو قیمت شل میلیونه امریکايي ډالر دی چې هند یې ورکوي ، هندوستان وړاندې تر دې هم افغان حکومت ته درې هلیکوپترې سپارلې وې.

سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments