هند له افغانستان مننه کړې

comments 0

هندوکش – کابل: هندوستان هېواد له افغانستان مننه کړې چې په جمو کشمیر کې د شوي برید له امله یې له دوی سره خواخوږي ښودلې.

کابل کې د هند سفیر ویجی کمار د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست صلاح الدین رباني سره کتلي او پر یو لړ موضوعاتو یې خبرې کړي دي.

رباني ویلي، تروریزم په نړیواله کچه ګواښ دی او باید پر وړاندې یې ګډه مبارزه وشي.

دواړو لوریو پر دوه اړخیزو اړیکو، د تروریزم پر وړاندې مبارزې، د چین، هند او افغانستان درې اړخیزو اړیکو پر پراختیا، د افغان سولې بهیر، راتلونکو ولسمشریزو ټاکنوو او د سولې په تړاو د لویې مشورتي جرګې په ترسره کېدو خبرې کړي دي.

جمو کشمېر کې دوه ورځې وړاندې پر هندي پوځیانو برید وشو چې په پایله کې یې نږدې پنځوس کسان ووژل شول.

دا برید په پاکستان کې د سخت دریځو ډلو پلان بلل شوی چې ترهګریزې کړنې ترسره کوي.

سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments