هند غواړي افغانستان ته مالي او پوځي مرستې ډیرې کړي

comments 0

هندوکش – امریکا: د هند او امریکا ولسمشرانو ترمنځ په ناستې کې دواړو خواوو دافغانستان دسولې اوثبات لپاره موافقې وکړې.
تیره ورځ سپینه ماڼې کې د امریکا متحده ایالاتو جمهور ریس او نرندرا مودې ترمنځ ناسته ترسره شوه چې دوارو خواوو یوځل بیا موافقه کړې چي په ګټه به دافغانستان دسولې اوثبات لپاره په یقني اوعملي ډول کارکوي ترڅو افغانستان کې یوه رښتنې سوله اوثبات راوستل شي.
دغه ناسته چې ډونالد ټرمپ او نریندرا مودي ترمنځ پرون په سپینه ماڼۍ ترسره شوې وه نوموړو په افغانستان کې د نا ارامیو پر زیاتوالي هم اندیښنه څرګنده کړه.
نوموړي ناسته کې چې د امریکا متحده ایالاتو او هند ترمنځ ځیني تړونونه هم لاسلیک شو ټرمپ له هندي مشرڅخه دافغانستان په بیا روغونه اوپوځي بهیرکې دمرستې مننه وکړه.
هند چې د افغان حکومت استراتیژیک ملګړې ګنل کېږي په افغانستان کې درې میلیارد ډالرعملي مرسته کړې ،خو نورهم غواړي چي په ځینو برخو کې مالي اوپوځې مرستې هم وکړي.
فکور نعیمې

Comments

Leave a Reply