هند د پاکستان پوځ یوه ایف 16 جنګي الوتکه ویشتلې ده

comments 0

هندوکش – هندوستان: هندي رسنیو نه په خبرونو کې راغلي چې، د پاکستان د هوایي ځواک یوه اېف ۱۶ الوتکه له هندوستان سره د کنټرول په کرښه را وغورځول شوه.
انډیا ټوډی آنلاین ادعا کړې وه چې پاکستانۍ الوتکه هندي ځواکونو ویشتې ده، خو د هند د هوایي ځواک یوه چارواکي رسنیو ته وویل چې پاکستانیان وارخطا شوي او خپله الوتکه یې پخپله ویشتې او له منځه وړې ده.
پاکستان د یوې هندۍ څرخکې د راغورځولو او د پیلوټ د نیولو ادعا کوي.
هندي چارواکي وایي چې پاکستان دروغ وایي، که په ریښتیا یې هندی پیلوټ نیولی وي، په تلوېزیون دې یې راولي. د هندوستان انډیا ټوډی تلوېزیوني خپرونې د هغه پراشوټ ویډیو خپره کړه چې د پاکستان اېف ۱۶ الوتکې پیلوټ په کې د الوتکې له ویشتل کېدلو څخه وروسته ځان راغورځولی دی.
پاکستان ۸۵ اېف ۱۶ جیټ الوتکې لري او د یوې اېف ۱۶ الوتکې قېمت څه باندې ۱۴ نیم میلیونه ډالر دی.
محمد امان دوران

Comments