هند ته صادرات زیاتیږي

comments 0

هندوکش_هندوستان: هندوستان هېواد وايي، له دې وروسته به په هرو ۱۵ ورځو کې افغاني محصولات د هندۍ بېړیو په مرسته هندوستان ولېږدول شي.
هندي رسنیو د خپل حکومت د چارواکو له قوله ویلي، هندۍ بېړۍ به په هرو دوو اونیو کې یو ځل، د چا بهار بندر له لارې افغاني محصولات هند ته ولېږدوي.
په داسې حال کې چې پاکستان په ‌دې وروستیو کې د افغانستان او هندوستان ترمنځ د صادراتو او وارداتو پرمخ د خپل فضايي حریم د تړلو پریکړه کړې، هند چمتو دی چې افغاني محصولات د بیړیو له لارې ولېږدوي.
سوداګرۍ وزارت ويلي، افغان حکومت او سوداګر د هند له دې اقدام خوښ دي او چمتو دي چې په نېږدې راتلونکي کې د چابهار بندر له لارې خپل وکي ولېږدوي.
فروزان سیرت

Comments