هند او چین د افغان دیپلوماتانو د روزنې چارې پیل کړې

comments 0

هندوکش – هندوستان: هندي رسنیو نه په خپور شوي خبرونو کې راغلي چې هند او چین افغان دیپلوماتانو سره د تیر کال ژمنې تطبیقوي.
دا په داسې حال کې ده چې تېر کال هند او چین ژمنه کړې وه، چې افغان ديپلوماتان به روزي او ددوی د ظرفیتونو په لوړولو کې به همکاري کوي.
اوس رسنیو راپور ورکړی دی چې ددغه دپيلوماتانو د روزنې لومړنۍ دوره په هند کې پیل شوې ده. په دې ډله کې لس افغان ديپلوماتان روزل کېږي.
بل پلو هندي رسنۍ بیا پخپلو تحلیلونو کې لیکي چې د هند او چین له لوري د افغان ديپلوماتانو د روزنې پیلول به پاکستان خفه کړي. د سرچینې په وینا چین د پاکستان ښه ملګری دی او ددغه هېواد له لوري د افغان دپيلوماتانو د روزنې پروګرام پیلول ښایي پر پاکستان ښه تمام نه شي او غبرګون وښيي.
محمد حنیف بیدار

Comments