هند او افغانستان ترمنځ نن د ستراتیژیک شراکت د شورا غونډه جوړېږي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: تاکل کیږي چې نن دوشنبې د وږي ۲۰ لمه هند او افغانستان ترمنځ نوې دهلي کې د ستراتیژیک شراکت یوه غونډه جوړه شي.
دغې غونډې ته ونډې اخیستلو په موخه د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني هندوستان ته تللې دې.
بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې راغلي چې په دې غونډه کې د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د همکاریو څو سندونه هم لاسلیک کېږي.
د یادې غونډې مشري به صلاح الدین رباني او سوشما سواراج په ګډه په مخ بوځي.
دا په داسې حال کې ده چې هند او افغانستان په ۲۰۱۱میلادي کال کې د ستراتیژیک مشارکت موافقه لاسلیک کړه چې پر بنسټ یې د همکاریو سندونه لاسلیک شول.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply